کرونا يې شاته کړې ده؛ عمران خان د پاکستان او عبدالله د افغانستان په اساسي قانون کې د تعديل هڅې کوي 

روهي (درې نۍ/۹ د غوايي)، له پاکستانه راپورنه وايي چې لومړی وزير عمران خان په دې هڅه کې دی چې په ۲۰۱۰ کال کې د پاکستان په اساسي قانوم د سياسي ګوندونو په هوکړې راغلی تعديل بېرته لېرې کړي. ياد تعديل کې له ولسمشر د پارلمان د لغوه کېدو واک بېرته واخېستل شو او يو شمېر نورې مادې تغيرې شوې. همدا ډول په ياد کال کې د اساسي قانون اړوند خيبر پښتونخوا په دغه ونومول شوه وه. 

د پاکستان اپوزېسيون پر لومړي وزير عمران خان او د هغې پر حکومت نيوکې کوي چې په بد وضعيت کې يې هڅه دا ده چې سياسي ګټې تر لاسه کړي او په اساس قانون کې تغيرات رامنځ ته کړي. د خيبر پښتونخوا په شمول د پاکستان حکومت مخالفو سياسي ګوندونو په اساسي قانون کې د لاس وهنو ضد خبرداری ورکړی دی . 

په ورته وخت کې افغانستان کې د ملي يووالي حکومت پخوانی اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله او ټاکنيزه ډله يې د هېواد د اساسي قانون تعديل او يا هم له تعديل وړاندې او له قانون باندې امتيازونه او صلاحيتونه غواړي. 

که څه هم د نړۍ د نورو هېوادونو په ډول افغانستان کې د کرونا ويروس خپور شوی دی، خو په دې بد وضعيت کې هم د عبدالله عبدالله ډلې حکومت بوخت کړی دی ترڅو د صدارت څوکي او يا صدرات ته ورته مقام ورته رامنځ ته کړي، کوم څه چې د هېواد اوسني اساسي قانون سره په ټکر کې دي. 

عام ولس نيوکې کوي چې د کرونا د ويرې ترڅنګ په بد اقتصادي وضعيت کې هم کرار لري او حکومت د سياسي کړکېچ د پای لپاره هم  کرونا او د سولې خبرې شاته غورځولې دي.