سرچينې: د (ملا هیبت الله) او (ملا محمد رسول) وسله والو جنګياليو هرات کې خپلمنځي نښته کړې

روهي (درې نۍ/۹ د غوايي)، يو شمېر سرچينو روهي ته ويلي دي چې تېره شپه په هرات ولايت کې د طالبانو دوه ډلو، چې يوه يې ځانونه د (ملا هیبت الله) او بله يې د (ملا محمد رسول) کسان يادوي خپل منځي نښته کړې ده. 

پېښه کې د ملا محمد رسول په مشرۍ د طالب جنګياليو ۲ کسان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.  د ملا هیبت الله جنګياليو ته هم رسېدلي دي. د سرچينې د مالوماتو پر بنسټ د ملا هیبت الله ډلي پنځه کسان وژل شوي او اته نور ټپي شوي دي. 

د ملا محمد رسول ډلې کالونو وړاندې ځان خپلواکه اعلان کړ په تېر کې يې هم په هرات او د هېواد يو شمېر نورو ولايتونو کې نښتې سره کړي. دغه ډله د ملا هیبت الله په مشرۍ قطر کې د طالبانو سياسي کړو -  وړ سره هم مخالفت ښيي او دريځ يې توپيري دی. 

د يادونې ده چې د ملا هیبت الله په مشرۍ د طالبانو تحريک چې امريکا سره د سولې  او افغان حکومت سره جګړې کې بوخت دي په دې اړه څه نه دي ويلي.