روهي (درې نۍ/۹ د غوايي)، د امريکا متحدو ايالتړ ولسمشر دونالډ ټرمپ تېره ورځ سپينه ماڼۍ کې د يوې خبري ناستې په ترح کې خبريالانو ته ويلي دي چې د شمالي کوريا د مشر کېم جونګ اون په اړه ښه مالومات لري خو اوس يې وخت نه دی چې شريک يې کړي.
د ولسمشر ټرمپ له خبرو داسې ښکارېده چې کېم جونګ اون ژوندی دی او هغه راپورونه چې ګواکي کېم د زړه عملياتو وروسته مړه شوی دی، دروغ دي.
ولسمشر ټرمپ د خپلو خبرو په يوې برخې کې ويلي دي، "په نېږدې وخت کې به تاسې د نوموړي څخه خپله د هغې د روغتيا په اړه واورئ، که چېرې کېم جونګ اون د شمالي کوريا مشر نه وای، نو امريکا او شمالي کوريا به سره جګړه کې وای."
له تېرې يوې اوونۍ د شمالي کوريا د مشر کېم جونګ اون د روغتيا په اړه بيلا بيل راپورونه رسنيز کيږي، خو تر اوسه کومې رسمي سرچينې د نوموړي د ژوند او مرګ په اړه تائيد نه دی کړی.
وروستي