د برېښنا د پايو سرسخت دښمن (د سالنګ مامتي) په ۱۶ کاله بند محکوم شو 

د برېښنا د پايو سرسخت دښمن (د سالنګ مامتي) په ۱۶ کاله بند محکوم شو 
روهي (درې نۍ/۹ د غوايي)، رسنيو د لويې څارنوالۍ وياند جمشيد رسولي د مالوماتو پر بنسټ ليکلي دي، چې دل آقا نومي چې د سالنګ په ماتي يې شهرت درلو په ۱۶ کاله بند نېږدې ۴۰۰ مېلېونه افغانۍ نغدي جريمې پر ورکړې محکوم شوی. 

نوموړی تېر کال د افغان امنيتي ځواکونو له خوا ونېول شو او دوسيه يې لويې څارنوالۍ ته لېږل شوې وه. د نوموړي ترڅنګ د هغه يو همکار او ملګری هم په ۱۶ کاله بند او نغدې جريمې محکوم شوی. 

تيار کال څو ځلې دغه ډلې سالنګونو کې د برېښنا پايي په بمونو ولوزلې چې د کابل په شمول  يې په يو شمېر ولايتونو برېښنا پرې کړې وه. دوی د دغه کار په مقابل کې د افغانستان برېښنا شرکت  څخه د لسګونه زره امريکايي ډالرو غوښتنې درلودلې.