د غزني جاغوري ولسوالۍ کې هزاره ګانو لاريون کړی 

روهي (درې نۍ/۹ د غوايي)، د غزني ولايت په جاغوري ولسوالۍ کې له تېرو دوه ورځو وضعيت کړکېچن؛ د ځايي خلکو او پوليسو ترمنځ شخړه شوې ده. ځايي اوسېدونکي وايي چې دغه ولسوالۍ کې دوه پوليسو پر يوې ميرمنې جنسي تيری کړی. 

تېره ورځ يو شمېر هزاره لاريون کوونکي له پوليسو سره نښته کې ښکېل شول چې په پايله کې يې يو کس ووژل او نهه نور ټپيان شول. لاريون کوونکي پوليس تورنوي چې پر دوی ډزې کړې خو پوليس وايي چې  لاريون کوونکو پر پوليسو او امنيتي ځواکونو ګوزارونه کول. 

د غزني امنيه قومنداني،  جاغوري ولسوالۍ کې روان وضعيت مني او ويلي دي چې د جاغوري ولسوالۍ امنيه قومندان او جنايي امر د همدې قضيې پر اساس له دندو ګوښه شوي او د پېښې پلټنې روانې دي.