تېرو ۲۴ ساعتونو کې (۱۲۵) نوې پېښې ثبت شوې؛ افغانستان کې په کرونا ويروس د ککړو شمېر (۱۸۲۸) ته ورسېد 

روهي (درې نۍ/۹ د غوايي)، د هېواد عامې روغتيا وزارت د مالوماتو پر اساس تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲۵ مثبتې پېښې ثبت شوي  دي، چې په دې سره افغانستان کې د کرونا ويروس د ککړو کسانو شمېر ټول - ټال ۱۸۲۸ ته ورسېد. 

د عامې روغتيا وزارت وياند وحيد مايار ويلي، "تازه پېښې هرات کې ۲۱، کابل کې ۱۵، کندهار کې ۱۵، بلخ کې۱۰، لوګر کې ۹، جوزجان کې ۸، پنجشېر، لغمان او پکتیا کې اوه اوه، غزني او تخار کې شپږ شپږ، ننګرهار کې پنځه، هلمند، کونړ او وردګ کې دوه دوه پېښې او بادغیس، کاپیسا او بدخشان کې یوه یوه پېښه ثبت شوې ده."

د عامې روغتيا وزارت مالومات ښيي چې تر اوسه ۵۸ کسان کرونا ويروس له امله مړه شوي دي او په بيلا بيلو ولايتونو کې له درملنې وروسته ۲۲۸ کسان جوړ شوي دي.