سعودي عربستان د (دورې وهلو) ترڅنګ د کم عمره اعدام هم لغوه کړ 

روهي (درې نۍ/۹ د غوايي)، تېره اوونۍ سعودي عربستان مجرمينو ته د دورې وهلو سزا لغوه او پر ځای يې د بند سزا وټاکله. حکومت ويلي چې دغه کار يې د بشريحقونو په پار کړی دی. 

چارواکو ويلي چې د پاچا سلمان بن عبدالعزيز په حکم  او د وليعهد محمد بن سلمان په څارنې به له دې وروسته سعودي عربستان کې هېڅوګ په دورو نه وهل کيږي. 

سعودي عربستان په يو بل تازه اقدام کې له ۱۸ کالونو د کم عمره کسانو د اعادم سزا هم لغوه کړې ده. حکومت ويلي دي چې د اعدام پر ځای کم عمره ماشومان لس او يا هم له لسو کالونو کم وخت په زندان کې تېروي. 

د سعودي عربستان د قانون اړوند،  د قتل، جنسي تیري، وسله والو غلاو، حکومت ضد کړنو او د مخدره موادو د قاچاقبرانو لپاره مجازات اعدام دی.