
روهي (درې نۍ/۹ د غوايي)، د نړۍ نېږدې ۱۸۵ هېوادونو کې په کرونا ويروس د ککړو کسانو شمېر له درې مېلېونه پورته شو. پر کرونا اخته تر ټولو ډېر کسان په امريکا متحدو ايالتو کې دي، چې شمېر یو مېلېونه ته نېږدې شوی دی.
د جانز هاپکینز پوهنتون د وروستيو شمېرو پر اساس دوه لکه او نهه زره کسان تر اوسه د کرونا ويروس له امله مړه شوي او ۸۸۴ زره نور له درملنې وروسته رغېدلي دي.
امريکا کې د مړو شمېر ۵۵ زره او د ککړو کسانو شمېر يې يو مېلېون ته نېږدې شوی دی. متحد ايالت د کرونا ويروس د خپرېدو په برخه کې پر چين نيوکې کوي او د ناسمو مالوماتو پر ورکړې يې تورنوي.