روهي (درې نۍ/۹ د غوايي)، يو شمېر لوېدځو رسنيو ليکلي دي چې د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر له خپلو سلاکارانوسره په دې غږيدلی دی، چې د کرونا ويروس د خپرېدو پر اساس بايد له افغانستان ټول خپل پوځيان وباسي.
ټرمپ چې د طالبانو سره د سولې شوې تړون پلي کېدو ته لېوالتيا لري ويلي، له افغانستان د خپلو پوځيانو په تلو ټېنګار کوي.
اِن بي سي نيوز په نوم لوېديځې رسنۍ د دوه امريکايي سرچينو د مالوماتو پر اساس ليکلي دي، چې ولسمشر ټرمپ هره ورځ افغانستان کې د خپلو پوځيانو د شتون په اړه شکايت کوي او د وتلو غوښتنه يی لري.
د ولسمشر ټرمپ سلاکارانو نوموړي ته ويلي دي چې که چېرې له افغانستانه د امريکايي پوځيانو وتل د کرونا ويروس پر اساس، نو بيا لومړی بايد له ايټاليا او نورو هېوادونو خپل پوځيانو وباسو چېرته چې د کرونا ويروس پېښې زياتې او مرګونې دي.
ټرمپ په داسې وخت کې له افغانستانه د خپلو پوځيانو د وتلو وايي، چې افغانستان کې يوازې د ناټو ۴ پوځيان په کرونا اخته شوي دي، په داسې حال کې چې متحدو ايالتو کې په کرونا ويروس د ککړو کسان شمېر يو مېلېونه ته ورنېږدې شوی دی.
شنونکي په دې اند دی چې ولسمشر ټرمپ نور د افغانستان په جګړه کې لېوالتيا نه لري او هڅه کوي چې د امريکا دا ځل ولسمشريزو ټاکنو وړاندې د افغانستان جګړه پای ته ورسوي او ټول پوځيان بهر کړي.
وروستي