رواني ستونزي او د حل لارې چارې

که څه هم د رواني ستونزو په هکله لیکنه د ارواپوهانو او ځانګړو اشخاصو کار دی چې په دې برخه کې تخصص لري، خو ما دې کار ته ځکه زړه ښه کړ چې زمونږ تاسو ګڼشمیر هیوادوال له رواني ستونزو کړیږې، چې له بده مرغه د ګران هیواد دننه د دې ستونزو د حل لپاره هیڅ ډول خدمات نه شته او نه هم په دې هکله کوم عامه پوهاوی موجود دی. نو ځکه یې درملنه هم ټکنی کړیده.

په دې لیکنه کې مې خپله تجربه، د ملګرو سپارښتنې، او د ارواپوهانو لارښونې ذکر کړېدي، که خدای (ج) کول د رواني ستونزو په لري کولو کې به خورا ګټورې وي.

تر ټولو مهمه داده چې خپل ځانته مو پاملرنه وکړئ او ترڅنګ یې د رواني ستونزو علایم په ګوته کړئ. البته په هر انسان کې کیدای شي علایم د یو او بل سره توپیر ولري، خو تاسو په خپله پر ځان پوهیږئ چې په احساساتو، عواطفو او خیالاتو کې مو څرګند بدلون راغلی.

د بیلګې په ډول تاسو کیدای شي ځینې داسې علایم ولری: د خولې وچوالی، ویره ( اضطراب)، خپګان، سر خوږ، د زړه ټکان ډیریدل، لوړ فشار، ژر غوصه کیدل او داسې نور.

پاس یاد شوی علایم د ناامنو پیښو په وړاندې د بدن اټوماټیک غبرګون دی، هر کله چې تاسو کوم خطر احساس کړ او یا هم کومې ستونزې سره مخامخ شوی نو کیدای شي پاس یاد شوي علایم درسره  پیدا شي. د رواني ستونزو عواملو باندې نه غږیږو ځکه چې هغه باندې مونږ تاسو ټول 
                                                                                                                   
                                                                                                                   
                                                                                                                   
       پوهیږو، راځو راسا" د رواني ستونزو د حل لارو ته چې له نیکه مرغه ډیری کسان ترې رغیدلی او ښه شوی دي.

لومړی: تعمق ( Meditation) میتود دی چې په ورځني ژوند کې باید وکاروئ لکه: په یو ارام ماحول کې کښینئ او یاهم څملئ، سترګې مو پټې کړئ او د پنځو دقیقو لپاره ژوره ساه واخلئ او بیرته یې بهر کړئ.

دويم: هر سهار د نیم ساعت لپاره ورزش وکړئ، دا که مزل کول وي، بایسکل چلول، مڼډه وهل، سینه کشي کول( Push up) وي او داسې نور بدنې او فزیکي فعالیتونه وي تر سره یې کړئ، چې دا کار به د رواني ستونزو په کمولو کې خورا اغیزمن وي.

درېیم: کوم منفي سوچونه که درسره وي هغه په یوه کتابچه کې درسره ولیکئ. ځان مه تیر باسئ پریږدی چې منفي فکر راشي او بیرته ولاړ شي. فکرونه او خیالات که هغه منفي وي یا مثبت دا داسې وګڼئ لکه یو سیلاب چې ستاسو په ماغزو کې څپې وهې، کله د خپګان او کله هم د خوشحالی چورتونه وي، خو په دواړو حالتو کې یې پریږدی چې درباندې راشي او بیرته مو له ذهن څخه ولاړ شي. د فکر کولو وروسته هڅه وکړئ چې منفي فکرونه له ماغزو څخه اوباسئ او مثبت فکرونو ته وده ورکړئ.

څلورم: په ژوند کې ځینې شیان داسې وي چې د هغه کنټرول ناشونی وي، خپل ځانته داسې قناعت ورکړئ چې زه ټول شیان نه شم کنټرول کولای او هڅه وکړئ چې خپل احساسات کنټرول کړئ او غبرګون مه ښکاره کوئ.

پنځم: ځانته سالمه بوختیا پیدا کړئ اوس چې د قرنطین ورځې دي، هڅه وکړئ د کور  په کارونو کې وڼډه واخلئ دا به مو پام بلکول بل خوا واړوي.

شپږم: خپل غذایې رژیم ته مو د وس مطابق پاملرنه وکړئ چې په کافي اندازه مینرالونه او ويټامینونه مو په بدن کې وي. دا ځکه چې کیدای شي د ځینو ويټامینونو کموالی په بدن کې ستونزې پیدا کړي.

اووم: تفکر (Mindfulness): دا هغه طریقه ده چې خلک دیته هڅوي تر څو خپل پام او هوس اوس ته واړوي چې همدا شیبه څنګه ساه اخلي، څنګه احساس کوي پرته له دې چې قضاوت ورباندې وکړئ. لاندې څو اوصول لري چې یادول او اجرا کول یې ستاسو د ستونزو په له مینځه وړلو کې خورا ګټور دي.

- مخکې له مخکې قضاوت مه کوئ.
ـ حوصله وکړئ.
ـ هرې ورځې ته د یوه نوي فرصت په سترګه اوګورئ.
ـ کلک باوري اوسئ.
ـ ځانته داسې موخه مه ټاکئ چې تاسو به هرومرو دا کار نن ترسره کوئ.
ـ  قناعت ولرئ.
ـ ډیرو خبرو پسې مه ګرځئ، تشویش مه کوئ او ځان خوشحاله وساتئ.

لنډه داچې تاسو ته دا لیکنه کې څو مهم ټکې ذکر شول لمړئ تعمق ( Meditation)کول،  دوهم ورزش کول، دریم سالمه بوختیا او وروستی د تفکر کول ( Mindfulness) طریقه ده.

خو تر ټولو مهمه خبره دا ده چې مونږ تاسو الحمدالله  په الله ( ج) ایمان لرو، د هر لمانځه څخه وروسته هڅه وکړئ چې د الله ( ج) څخه خپل د حاجاتو غوښتنه وکړئ او تل د خپلو ستونزو د حل لپاره  دوعا کوئ بې شکه چې الله (ج) ستاسو د دوعا اوریدونکی او قبلونکی دی.

که چیرې مو رواني ستونزه حل نه شوه نو بیا یو مسلکي ارواپوه ته مراجعه وکړئ. پاک الله ( ج) مو له ټولو نارغیو په امان کې لره، په دا هیله چې ستاسو رواني ستونزي د پاس یاد شویو لارښونو له لارې ژر تر ژره حل شي او له خپګان پرته، هوسا او خوشحاله ژوند ولرئ.