جګړه او کرونا؛ تېرو درېيو مياشتو کې لومړۍ ۵۰۰ او دويمې۵۰ افغانان وژلي

روهي (دوه نۍ/۸ د غوايي)، د ملګرو ملتونو په يو تازه راپور کې ويل شوي دي، چې په تېرو درېيو مياشتو کې ۵۳۳ ولسي وګړي په افغان جګړه کې  وژل شوي دي چې له ډلې يې ۱۵۰ ماشومان دي. 

د ملګرو ملتونو راپور کې ويل شوي دي چې دغه ولسي وګړي په تېرو درېيو مياشتو کې د افغان حکومت، بهرنيو ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتو کې قرباني شوي دي. په راپور کې ويل شوي دي، چې ياده موده کې ۷۶۰ ولسي وګړي ټپيان شوي هم دي. 

بيا له بلې خوا د هېواد عامې روغتيا وزارت د مالوماتو پر اساس له هغې ورځې چې د کرونا ويروس لومړۍ پېښه افغانستان کې ثبت شوه او بيا تر نن ورځې يوازې ۵۷ کسان له داغه ويروس مړه شوي دي. 

د جګړې تلفاتو او کرونا ويروس له امله د مړو شمېر څو ځلې سره توپيري دی او بايد وويل شي په تېرو درېيو مياشتو کې چې کوم ۵۳۳ کسان وژل شوي دي، يوازې ولسي وګړي دي؛ افغان پوځيان او طالب جنګيالي په کې نه دي شمېرل شوي.