ولسمشر غني د غوايي اتمې (مجاهدينو د بريا ورځې) په پار د ۱۲ زره بنديانو د خوشي کېدو فرمان ورکړ 

روهي (دوه نۍ/۸ د غوايي)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د مجاهدينو د بريا ورځې د ۲۸ کليزې په وياړ له افغان زندانونو د زرګونه بنديانو د بښنې او خوشي کېدو فرمان ورکړی دی. 

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبر پاڼه کې ويل شوي دي، "د غویي د اتمې یانې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د وسله وال یرغل پر وړاندې د افغانانو د برحقه جهاد د بریالیتوب په مناسبت د بندیانو د بښنې فرمان نهایي شوی، چې له مخې به یې زرګونه زندانیان ازاد شي.

د حکومت د رهبرۍ غونډې د افغانستان د اسلامي جمهوریت دویم مرستیال استاد محمد سرور دانش او همدارنګه د افغانستان د زندانونو عمومي رئیس ته دنده وسپارله چې د دې فرمان جزئیات د رسنیو له لارې ولس سره شریک کړي.

دغه اقدام د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه د هغه توشیح شوي فرمان په تعقیب کېږي چې له امله یې په تېرو دوو اونیو کې د افغانستان له مختلفو زندانونو څخه زرګونه بندیان خوشې شول." 

د ولسمشر غني د فرمان پر اساس پخوا هم د کرونا ويروس د مخنيوي لپاره له زندانانو طالب سياسي او يو شمېر نور بنديان خوشي شوي وو.