صلاح الدين رباني: څوکۍ او امتياز نه غواړم، دغه نظام ډول ته بدلون ورکوم 

روهي (دوه نۍ/۸ د غوايي)، د جمعيت ګوند مشر او د بهرنيو چارو پخواني چار سمبال وزير صلاح الدين رباني په يوې فېسبوکي لېکنې کې ويلي دي چې دوی په حکومت کې ماموريت نه بلکې مشراکت غواړي. 

نوموړي د غوايي مياشتې اتمې يا مجاهدينو د بريا ورځې په اړه يوې لېکنې کې ويلي دي چې د خلکو له رايو دفاع کوي او د ټاکنو د پايلو اعلان يې يوه ټاکنيزه کودتا بللې ده. 

رباني ويلي، "د هېڅ ډول ماموريت او امتياز په لټه کې نه يو، مونږ داسې يو نظام منځ ته راوړ چې خلک په کې شتون ولري. نظام کې د ټولو خلکو د شتون لپاره بايد د اوسني سياسي نظام تغير وکړي." 

د سرچينو د مالوماتو پر اساس صلاح الدين رباني او احمد ضيا مسعود د عبدالله عبدالله ډلې دننه د ټاکنو پايلو په لغوه کېدو او د لومړي وزير مقام په جوړېدو ټېنګار کوي.