دا یو واضحه او ازماېښت شوی حقیقت دی د اسلام مبارک دین د هغه نظام نوم دی چې ټول اصول او قوانین یې د وحې پر اساس دالله ج له طرفه را ستول شوي دي او ددې نظام ته یې ددې لپاره د اسلام نامه ورکړې چې پوره مانا یې سوله امن او مصالحه او د الله تعالی احکامو ته تسلیمېدل دي.
د اسلام مبارک دین خپلو پېروانو ته دا سپارښتنه کړې ده چې انسان ټولنیز مخلوق دی، د ټولنې په مېنځ کې ورته ژوند کول سخت او ممکن نه دی او نه شو کولی چې خپلې ټولې اړتیاوې په ېواځې ځان بشپړې کړو.
د ېوې سالمې او سولیزې ټولنې د رامنځته کېدو لپاره لازمه ده تر څو د ټولنې مېشت خلک په اسلامې لباس ملبس او خپل همنوع ته د ضرر رسلو نه ډډه او د ضرورت په وخت کې مرسته وکړي چې د انسان د پېداېښت اصلي موخه چې د الله ج عبادت کول دي تامین شي.
ددې موخې د تر لاسه کولو لپاره الله ج ځينې قوانین وضع کړي دي چې یې پر کولو او ځينې یې پر نه کولو بنا دي او ددې قوانینو د درس دنده یې خپل ګران پېغمبر ته سپارلې ده، چې هغه مبارک هم دا دنده په ښه مېړانه تحمل شجاعت ريښتینولۍ او ایماندارۍ سره سر ته رسولې ده.
او بشر ته یې دوه ډېر مهم اثار د الله تعالی کتاب او دده سنت دي په مېراث کې پريښي دي چې که مسلمان یې زده کړې او په ټولنیز ژوند کې پلي کړي نو د هېڅ نوعه ستونزې سره نه مواجع کېږي.
خصوصیات:
په هره ټولنه کې چې سوله وي هلته امن وي او چې امن وي نو هلته مصؤنیت وي په دې مانا چې د ټولنې مېشت وګړي ځانونه په امن کې احساسوي چې د امن احساس بیا د پرمختګ لارې چارې برابروي.
چې الله تعالی دې مسﺉلې ته پخوا په خپل کتاب قران پاک کې اشاره کړې ده او فر مایلي یې دي (امنهم من خوف) په دې اېت کریم کې د، امنهم من خوف نه موخه او هدف د امن ټينګښت او په سوله کې ژوند کول دير.
او د( اطعمهم من جوع) نه هدف په حلاله توګه د اقتصاد پياوړتیا ده چې د اقتصاد پیاوړتیا په خپل ځان کې د سولې په ټینګښت کې مهم رول لري.
که چېرې د امنیت او سولې ارکان په یوه ټولنه کې مختل شي نو مصؤنیت خپل اهمیت له لاسه ورکوي چې ټولنه بیا د بحران طرف ته بیایې له همدې امله په اسلام کې د پنځو اصلونو نه لکه، دین، نفس، عقل، ناموس، عزت اومال ساتنه خورا زیات اهمیت وړ کرځول شوې ده او د اسلام مقدس دین ددې ساتنې لپاره لازم هداېت کړي دي، ځکه ددې پنځه اصولو ساتنه او پالنه په ټولنه کې سوله منځ ته راځي ددین حفاظت او ساتنه په دې مانا ده چې د بشریت د ژوند ټولو برخو ته شامېلیږي لکه ،تجارت ،اقتصاد،کلتور او داسې نور ټولنیز شؤن.
لکه چې ویل شول مصؤنیت د سولې زده کړه ده د حدودو ،قصاص او مجازاتو تطبیق هم د پورته پنځه ګونو اصلونو د ساتلو پر بنسټ شوي او کېږي.
د اسلامي اصلولو پلي کول د داسې سوله ییز ژوند منظره وړاندې کوي چې په هغه کې به د ټولنې ټول مېشت خلک خپل ځانونه په امن کې احساسوي. ددې منظرې یادونه په لاندې مبارک حدیث شریف کې داسې بیانیږي. یوه ښځه یا یو نارینه د خضرالموت څخه مکې معظمې ته راځي د حج مراسم ادا کوي ،طواف کوي او د وېرې یا ډار احساس نه کوي.
په بل حدیث شریف کې راځي چې، یو سړی د یمن څخه راځي او حج مراسم ادا کوي او بېرته ستنېږي او د وېرې احساس نه کوي او ځان مصؤن احساسوي له دې امله چې هلته شرعي احکام او حدود نافذ دي او د خلکو ځان ،عقل ،ناموس، مال او عزت خوندي دی او امنیت او سوله د خلکو په زړنو او چاپېریال کې ټینګه ده.
نو ویلی شو چې د پورته مطالبو په رڼا کې ولیدل شول چې اسلامي خلافت پر وخت څرنګه امنیت او سوله ټینګه او خلکو پر هر راز مصؤنیت او سوله کې ژوند کاوه د ېادولو وړ ده چې دا د شریعت پر احکامو او حدودو پوره د پوهې او د تطبیق او تنفیط پاېله وه.
که چېرته زموږ د ټولنې وګړي او په تېره بیا د سولې په بهیر کې فعال خلک غواړي چې دې هدف ته ورسېږي نو دوي ته اړینه ده چې د اسلام پاک دین په احکامو او مفاهېمو ځان پوه ،په خپل ځان یې عملي او بیا یې په ټولنه د خورولو لپاره کار وکړي چې سوله ټینګه او امنیت تأمین او د پرمختګ عوامل برابر شي.
وروستي