د ولس نيوکو استعفا ته اړ کړ؛ د اسرائيلو روغتيا وزير په  کرونا ويروس ککړو وو او دنده يې خوشي کړه 

روهي (دوه نۍ/۸ د غوايي)، د اسرائيلو روغتيا وزير یاکوف لیتزمن چې نېږدې يوه لسيزه د روغتيا وزير پاتې شوی نن يې په ياد هېواد کې د کرونا ويروس د بحران له امله استعغا ورکړه. 

د یاکوف لیتزمن او ميرمنې معاينه  يې د همدې مياشتې په لومړيو کې وشوه او پايله يې مثبته وه. خکو پر نوموړي نيوکې کړي چې د کرونا ويروس د مهار وړتيا نه لري او دغه وبا ورځې تر بلې پسې پراخه کيږي. 

نوموړي په خپلې استعفا پاڼې کې ليکلي دي چې د خلکو د نيوکو او کرونا ويروس سره د مبارزې په برخه کې د شته ستونزو له امله له دندې لاس په سر کيږي.