حکومت همدا اوونۍ د ډوډۍ پخلنځيو له لارې اړو کسانو ته وچه ډوډۍ ويشي 

روهي (دوه نۍ/۸ د غوايي)، کابل والي محمد یعقوب حیدري وايي چې کابل ښار کې د اړو او بې وزله کسانو د مشخص کولو چارې روانې دي او د همدې اوونۍ له پنجشنبې ورځې به د کابل ښار ډوډۍ پخلنځيو له لارې دوی ته د ډوډۍ وېشلو لړۍ پيل شي. 

د کابل ښار ډوډۍ پخلنځيو يا نانوايو مسوولين هم ويلي دي چې دوی چمتو دی ترڅو په دې بهير کې له حکومت سره مرسته وکړي او اړو کسانو ته وچه ډوډۍ برابره کړي. 

له دې وړاندې افغان حکومت کابل ښار کې د کرونا ويروس د قرنطين پر مهال په يو شمېر بې وزله کسانو څلور نيم کيلو غنم ويشلي وو چې له سختو غبرګونونو سره مخ او تر نيوکو لاندې راغلل.