ټرمپ ته يې د وژلو ګواښ کړی وو، محکمې پر ۱۸ مياشتې بند محکوم کړ

روهي (دوه نۍ/۸ د غوايي)، د میکائیل ګدلو په نوم يو امريکايی چې په فېسبوک او يوټيوب يې د متحدو ايالتو ولسمشر دونالډ ټرمپ ته د وژنې ګواښ کړی وو، د محکمې له خوا مجرم پېژندل شوی او ۱۸۸ مياشتې د بند سزا ورته وټاکل شوه. 

میکائیل ګدلو ۳۷ کاله عمر لري او تېر کال يې ويلي وو چې که چېرې ولسمشر ټرمپ د امريکا متحدو ايالتو دالاس ايالت ته راشي نو دی به هغه ووژني. 

د محکمې قاضيانو ويلي دي چې په ۲۰۱۸ کال کې چې ولسمشر ټرمپ دالاس ايالت ته تللی وو نو میکائیل ګدلو هلته شتون درلود او د ولسمشر ټرمپ د وژل چيغې يې وهلې.