روهي (يوه نۍ/۷ د غوايي)، د ملي دفاع وزارت چارسمبال وزير اسدالله خالد د هېواد په شمال کې د امنيتي وضعيت په اړه بلخ ولايت ته سفر کړی. نوموړي له طالبانو غوښتي دي چې تاوتريخوالی او د افغان امنيتي ځواکونو پر وړاندې بريدونه دې کم کړي.
اسدالله خالد پر اوربند ټېنګار کړی او په ورته وخت کې يې خبرداری ورکړی دی چې که چېرې طالبان په خپلو بريدونو کې کمی رانه ولي نو افغان امنيتي ځواکونه به دوی له منځه يوسي.
اسدالله خالد دا ادعا هم کړې ده چې د افغان امنيتي ځواکونو پر وړاندې د طالبانو بريدونه ناکام دي او ډېری قرباني يې ولسي وګړي دي.
طالبانو د افغان حکومت او نړيوالې ټولنې د اوربند په ځواب کې وايي، چې دوی سولې ته ژمن دي او د بين الافغاني خبرو له پيل وړاندې د امريیکا او طالبانو ترمنځ هوکړه کې د پنځه زره طالب بنديانو ويلي شوی، چې خو امريکا او ناټو په دې برخه کې بې پروايي کوي.
وروستي