کېم جونګ اون ورک دی او شمالي کوريا پرې چوپه ده؛ لسګونه ګنګوسې راپورته شوې

روهي (يوه نۍ/۷ د غوايي)، له تېرې اوونۍ د شمالي کوريا مشر کېم جونګ د حکومت په ناستو، مهمو مراسمو او رسنيو کې نه ښکاري. راپورونه داسې دي چې کېم جونګ د زړه عمليات کړي، خو دا چې مړ او که ژوندی دی تر اوسه نه ده څرګنده شوې. 

د شمالي کوريا مشر کېم جونګ اون د ورکېدو خبرې هغه وخت رسنيزې شوې چې نوموړي د خپل نيکه او د شمالي کوريا بنسټ اېښوودنکي د زېږدو ورځې کليزه کې چې په شمالي کوريا کې يوه ملي ورځ ده برخه وانه خېستله. 

ځينو رسنيو نن له سپوږمکۍ اخېستل شوي هغه انځورونه رسنيز کړل چې د کمې کورنۍ لپاره ځانګړی شوی اورکاډی ښکاره کوي او او روغتون ته ځي، خو مالومه نه ده چې د کېم جونګ اون د زړه عملياتو وروسته څه وشول. 

د لېنډسي ګراهم په نوم د امريکا مشرانو جرګې يو غړي ويلي دي چې دی باور دی چې د شمالي کوريا مشر کېم جونګ يا مړ شوی او يا هم فلج شوی دی. 

ځينو جاپاني رسنيو د نوموړي د مغزو د فلج ويلي، يو شمېر چينايي رسنيو بيل ليکلي چې نوموړی مړ شوی او چين شمالي کوريا ته ډاکترانو يوه ډله هم لېږلې ده. 

د شمالي کوريا حکومت تر اوسه د خپل رهبر د ژوند او مرګ په اړه څه نه دي ويلي، خو له تېرې اوونۍ د نوموړي د مرګ او ژوند اوازې رسنيزې کيږي.