عطا محمد نور عبدالله عبدالله ته ليکلي: د ټول شموله حکومت (پخوانی) ولسمشر

روهي (يوه نۍ/۷ د غوايي)، د بلخ پخواني والي عطا محمد نور پر خپلې فېسبوک پاڼې د عبدالله عبدالله انځور چې قرآن يې په لاس دی پورته کړی او ورته ليکلي دي، چې د ټوله شموله حکومت پخوانی ولسمشر. 

عطا محمد نور دغه فېسبوکي لېکنه کې د شاه محمد نادر خان او بچه سقاو يا حبيب الله کلکاني  د وخت يادونه کړې ده او ليکلي دي چې نادر خان په قران قسم وخوړ خو بيا يې هم حبيب الله کلکاني اعدام کړ او تر نن ورځې خلک نادر خان ته نادر غدار وايي. 

نادر خان ته، د نادر غدار کلمې کارونې د عطا محمد نور پر يادې لېکنې منفي غبرګونونه هم راپورته کړي دي او تاريخي شخصيتونو په اړه په اوسني وضعيت کې دا ډول خبرې پارونکې بلل شوې دي. 

عطا محمد نور عبدالله عبدالله څه پوښتلي دي چې د زرګونه کسانو پر وړاندې يې د ولسمشر په توګه  قسم وکړ، مېلېونه کسانو ته يې ځان ولسمشر معرفي کړ او په قران يې قسم او لوړه وکړه، اوس که ولسمشر پاتې نه شي نو خلم به تاته څه نوم  اخلي او څه خطاب به درته کوي.