پکتيا والي شميم ګټوازی له مرګوني بريد ژوندی ووت 

روهي (يوه نۍ/۷ د غوايي)، د پکتيا ولايتي اداره تائيدوي چې والي شميم خان کټوازي نن ورځ د پکتيا په ابراهيم خيلو سيمه  کې د طالبانو له مرګوني بريد ژوندی وتلی دی. 

د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت رسنيو ته ويلي دي، چې والي شميم خان کټوازي په ابراهيم خېلو کې د دوه ښوونځيو د بنسټ ډبرې مراسمو وروسته د وسله والو طالبانو تر بريد لاندې راغی. 

حسرت ويلي دي چې د والي د موټرونو په کاروان د طالبانو بريد کې هېڅ چاته زيان نه دی رسېدلی.