د کېم جونګ اون د مړينې خبرونه دروغ دي 



روهي (يوه نۍ/۷ د غوايي)، د شمالي او سويلي کوريا ترمنځ د دوستۍ ادارې رئيس  کائو دو بنوس د يو شمېر لوېديځو رسنيو هغه راپورونه او خبرونه رد کړي دي چې ګواکي د شمالي کوريا مشر  کېم جونګ اون ناروغ وو او مړ شوی دی. 

د امريکا سي اِن اِن رسنۍ د کېم جونګ د بد روغتيايي وضعيت، يو جاپاني رسنۍ له عملياتو وروسته د کېم جونګ د دماغو د فلج او ځيني چنيايي ځايي رسنيو د زړه عملياتو وروسته د نوموړي د مړينې ويلي، خو شمالي  کوريا دغه راپورونه رد کړي دي. 

له دې وړاندې سويلي کوريا هم ويلي وو چې  داسې څه نه تر سترګو کيږي چې ګواکي کېم جونګ اون دې خپل ژوند له لاسه ورکړي وي. د سويلي کوريا دولتي چارواکو ويلي وو چې دوی د کېم جونګ اون د زړه عملياتو وروسته وضعيت څاري. 

 

تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!

د لیکوال نورې لیکنې
Loading...

تبصرې

تبصرې نشته

خپله تبصره مو ولیکئ