کندز کې د شخصي تربګنيو له امله د يوې کورنۍ اووه غړي تېره شپه وژل شوي 

روهي (يوه نۍ/۷ د غوايي)، د کندز ولايت امام صيب ولسوالۍ کې د شخصي تربګنۍ او دښمنۍ له امله د يوې کورنۍ اووه غړي تېر شپه وژل شوي  دي. پېښه د امام صيب ولسوالۍ په ګُنم نومي کلي کې شوې ده. 

د کندز د پوليسو وياند هجرت‌الله اکبري د پېښې د تائيد ترڅنګ ويلي دي چې سيمې ته يې پلاوی او امنيتي ځواکونه لېږلي دي، ترڅو د پېښې په اړه پلټنې تر سره کړي. 

افغانستان کې د حکومت او وسله والو مخالفو ډلو ترمنځ جګړې وراېخوا؛ خپلمنځي تربګېنۍ هغه څه ده چې تلفات لرونکې ده او د هېواد په ډېرۍ ولسواليو او لېرې پرتو سیمو کې شتون لري.