د هرات انساني سرچينو رئيسه په کرونا ويروس اخته شوې 



روهي (يوه نۍ/۷ د غوايي)،  له هرات ولايت راپورونه وايي چې د ولايت مقام د انساني سرچينو يا بشري منابعو رئيسه مينا نادري په کرونا ويروس ککړه شوې ده. ويل کيږي چې د مينا نادري معاينه تېره ورځ تر سره شوې او پايله يې مثبت وه.

هرات لومړی ولايت وو چې د کرونا ويروس مثبته پېښه په کې ثبت شوه. اوس مهال هرات کې ۳۸۶ تنه په کرونا ويروس اخته دي او همدا ډول اته کسان له دغه ويروس مړه شوي دي. 

افغانستان کې د کرونا ويروس پېښې له يوې ورځې بلې ته لوړيږي او عامې روغتيا وزارت ويلي دي چې دغه ويروس اوس مهال په صعودي حالت کې دی او د ټولنې دننه خپرېدل يې پيل کړي دي. 

تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!

د لیکوال نورې لیکنې
Loading...

تبصرې

تبصرې نشته

خپله تبصره مو ولیکئ