د زابل ولايتي شورا د رئيس او غړو ترمنځ نښته؛ ډزې يې سره کړې خو تلفات نه لري 

روهي (يوه نۍ/۷ د غوايي)، تېره ورځ د زابل ولايتي شورا د رئيس  عطا جان حق بیان او نورو غړو ترمنځ لومړی لفظي شخړه او ورپسې په وسله والې نښتې واوښته، خو چاته تلفات په کې  نه دي رسېدلي. 

د زابل د ولایتي شورا مرستیال اسدالله کاکړ وايي چې نښته هغه وخت رامنځ ته شوه چې د ولايتي شورا رئیس عطا جان حق بیان پر دوی ډزې وکړې او اجازه يې ورنه کړه چې، د ولايتي شورا وکيلان ودانۍ ته دننه شي. 

د زابل ولايتي شورا رئيس  عطا جان حق بیان د زابل والي رحمت الله یارمل تورنوي چې فساد کې ککړ دی او د ولايتي شورا ځيني وکيلان يې هم ترڅنګ دي. 

دغه نښته تېره ورځ پای ته رسېدلې ده او چاته په کې زيان نه دی اوښتی.