ټولو ته بهتره مالومه ده، چې کرونا (کویډ۱۹) یو خطرناک او وژونکی وایروس ده او تر دې مهاله ورته مناسب درمل هم نه دي موندل شوي، چې له امله یې نږدې ۴ میاشتو کې څه باندې دوه نیم میلیونه کسان پرې اخته شوي دي او ډېر زیات یې وژلي هم دي.
په حاضر وخت کې یاد وایروس دومره خطرناک پېژندل شوی ده، چې آن یې د نړۍ له زبر ځواک هېوادونو څخه هم لاره ورکه کړې ده او حیران پاتي، چې څه وکړي؟
دې ته ورته مرضونه آن د پیغمبرانو (ع) او صحابه کرامو په وخت کې هم موجود ول.
راځو اصلي موضوع ته، چې ټوله نړۍ همدا چیغې وهي، چې ځانونه قرنطین کړئ، له کورونو څخه له اړتیا پرته مه وځئ، له یو بل څخه یو متر فاصله ونیسئ، لاسونه مو په پاکو اوبو او صابون ومینځئ او... خبرې دي، چې د لارښوونې لپاره یې کوي. په رسنیو کې هم شېبه په شېبه د عامه پوهاوي لپاره اعلانونه کوي تر څو د دې ویروس د خپرېدو مخنیوی وکړي؛ ان تر دې چې په جوماتونو کې لمونځ کول، په حرم شریف کې طواف کول هم د دې ویروس له امله بند شول.
دا سمه ده، چې احتیاطي تدابیر نیول پکار دي او پورتنۍ لارښوونې په حدیث شریف کې هم ثابتې شوي دي، چې کله په کوم ښار کې هلاک کوونکې وبا ګډه شوه نو، نه دې د هغه ښار خلک بل ښار ته ځي او نه دې له بل ښار څخه خلک د مرض ښار ته راځي؛ خو داسې خو یې نه دي ویلي، چې تاسو جوماتونه بند کړئ.
احتیاطي تدابیر زموږ خوږ پیغمبر ﷺ له نن څخه ۱۴۴۱ کاله مخکې بیا کړي دي، چې اودس وکړئ، مسواک ووهئ، لمونځ وکړئ او...
نبي علیه السلام فرمایلي دي: پاکوالی د ایمان یوه برخه ده. همدا راز نبي علیه السلام فرمایلي دي: الحیأ شعبة من الایمان. (حیأ د ایمان یوه برخه ده) اما؛ دا وبا چې کومه نن نږدې په ټوله نړۍ کې ګډه شوې دا ټوله له چټلي، مردار خورګي او بې حیایي څخه پیداشوې او په حقیقت کې د خدای ﷻ قهر او غضب ده او د خدای ﷻ قهر بیا عام ده. نه مسلمان ګوري او نه کافر.
لومړی راشه له خپل کور او کلي څخه یې پېل کړه او همداسې ان تر نړۍ پورې فکر وکړه، چې بې حیايي، عیاشي او فحاشي کوم حد ته رسېدلې ده.
داسې خلک شته چې په جومات ته په تګ شرمیږي خو قمار خونې، شراب خونې او نورو منفورو ځایونو ته تګ باندې فخر کوي. لمونځ، چې په هر ځای او جومات کې وړیا ترسره کېږي هلته نه ځي؛ خو د عیاشي او فحاشي په لاره کې بیا ښې ډبلې پیسې مصرفوي. ټول کال غافله ګرځي خو، چې کله روژه را نږدې شي بیا نو سپینه خولۍ پر سر کړي او د جومات په لومړي صف کې ولاړ وي او کله چې روژه خلاصه شي بیا نو هغه د دري ژبو خبره (همو خرک همو درک). داسې ډېر نور کارونه هم شته، چې دلته یې یادونه وړ نه بولم.
دا چې خلک ټوله ورځ نارې وهي، چې کرونا وایروس ده، آیا دا وایروس تر اوسه چا لیدلی؟ څه رقم شی ده؟ له کومې خوا راغلی؟ شمال که جنوب که شرق او که له غرب خوا څخه؟
اصلي وایروس خو همدغه کسان دي د کومو، چې پورته یادونه وشوه. هره ورځ او هره شېبه په ټولنیزو رسنیو، راډیو او ټلویزیون کې همدا یوه خبره ښکته او پورته کېږي، چې کرونا جدي ونیسئ، لاسونه ومینځئ، ها وکړئ او دا وکړئ او...؛ خو هیچا و نه ویل، چې د کرونا پر ځای د خدای ﷻ خبرې جدي ونیسئ، په اوامرو یې ټینګار وکړئ او له نواهیو څخه یې ځان وژغورئ، د لاسونو پر ځای خپل زړونه ومینځئ، خدای ته رجوع وکړئ او له خدای څخه مرسته وغواړئ او خدای ته تسلیم شئ.
حل لاره:
له کرونا څخه مه وېرېږئ؛ بلکې له هغه چا څخه و وېرېږئ، چې همدغه کرونا یې پیدا کړې ده.
پنځه وخته لمونځ ته خو حد اقل درې ځلې اودس کوئ، نو همدا درې ځلې اودس په سمه طریقه وکړئ هم مو لاسونه مینځل کېږي، هم پوزه، هم خوله او...
په الله ﷻ او د هغه پر کتاب او خبرو پوره او د زړه له تله ایمان او عقیده ولرئ نور غم د څه ده؟
الله ﷻ په خپل سپېڅلي کتاب (قرآنکریم) کې فرمایلي دي: «وَنُنَزِّلُ مِنَ الْقُرْءَانِ مَا هُوَ شِفَآءٌ وَرَحْمَةٌ لِّلْمُؤْمِنِينَ ۙ وَلَا يَزِيدُ الظّٰلِمِينَ إِلَّا خَسَارًا» (بني اسرائیل:۸۲)
موږ ددغه قُرآن د نازلولو په لړ کښي هغه څه نازلوو چې د منونكو لپاره شفا او رحمت دى، خو د ظالمانو لپاره له زيان څخه پرته بل څه نه زياتوي، او هغه څه مو، چې په قرآن کې نازل کړي دي د خلکو لپاره شفا او رحمت ده.
د همدا راز د نبي کریم ﷺ په احادیثو کې ډېرې مسنونې دعاګانې راغلي دي، چې د هر ډول مرض او آفت علاج پرې کېدلی شي.
اوس تاسو خپله قضاوت وکړئ، چې د خدای او رسول په لارښوونو کې اصلي شفا ده او که د عادي او عاجزو انسانانو په خبرو او لارښوونو کې؟
راځئ، چې له هر څه د مخه لومړی خپل ځانونه، بیا خپله کورنئ او بیا خپله ټولنه اصلاح کړو او د اسلام په لاره تګ وکړو.
د کرونا او بل هر ډول آفت د لرې کولو لپاره لاندې دعاګانې د زړه په صدق سره ولولئ انشأالله، چې هېڅ مشکل به و نه وینئ.
۱- بسم الله الذي لا یضرو مع اسمه شیءٌ فی الارض و لا فی السماء و هو السمیع العلیم. (د دې ذکر ډېر کوئ او ځان پرې دموئ)
۲- اللهم اني اعوذبک من البرص و الجنون و الجذام و من سیئ الاسقام. (له هر لمانځه وروسته یې ووایئ).
پایله:
هره ناروغي او آفت چې راځي، نو په دې کې د کفارو لپاره عذاب او د مسلمانانو لپاره یو امتحان او عبرت ده؛ تر څو کفار د خپلو کړو ظلمونو دنیوي سزا وګوري او غافله مسلمانان خپل ایمانونه تازه کړي.
د کرونا او یا بل هر ډول افت او مرض لپاره صرف الله ﷻ ته په ډېرې عاجزي سره رجوع وکړئ، عفوه او مغفرت وغواړئ او د الله ﷻ اوامر پر ځان عملي کړئ؛ انشأالله، چې هېڅ مشکل به درته پیدا نه شي.
وروستي