په هېـــواد کې شـــته بـحــران چا رامنځ ته کړی!؟

هغوی چې د هېواد په روانو حالاتو چوپ دي،  هغې په همدې کې ګټې دي. حکومت د ننه سیاسي شخړې له کرونا هم جدي ناروغي او د ملت لپاره ستر بحران رامنځ ته کړی، په هغه هېواد کې چې مشران یې د خپلو شخصي ګټو په پار مبارزه کوي هغه نه به د ملت څه تمه وي!؟

دلته روانه جګړه د نالوستو په پرتله لوستو کسانو ډیره ګرمه کړې ده او شدیده روانه ده!
کابل اداره  که طالب ( امارت اسلامي)  اداره په دې تورنوي چې ګواکي ټوپک یې په لاس کې دی خو دلته سوال دا دی چې دې امارت اسلامي ته د بیا رامنځ ته کولو لاره چا هواره کړه؟؟

  له بده مرغه چې افغانانو ته  تل د جــنګ لوبې خوند ورکوي او دغه لړۍ یې روانه کړې.
په هېواد کې یو سیاسیون یو داسې مشر تر اوسه ما ونه پېژانده چې هغه د ملي ګټو ته په کتو سره خپل کاري فعالیت پیل کړی وي!

دلته لویه د جنګ لــوبه هغه که فکــري جګړه ده که د ټوپک په ټول کې د امــریکا او روسیې لوبــه ده!

په دغه لوبه کې دوه لویې ډلې دي چې حکومت او په ټول کې یې هېواد سخت له بحران سره مخ کړی او د سقوط په لــور روان دی.

دلته د کرونا ناروغي دومره په شدت روانه نه ده لکه څومره چې رسنیو د پراختیا رنګ ورکړی.
 
حکومت خپل کاري فعالیتونه یوازې تر ښارونو محدود کړي، تیره ورځ د پوهنې وزارت ویاندې نهضت چې ازادي راډیو کې د فکر نو خپرونه کې مېلمه وه   په ډیر جرات یوازې انلاین زدکړې د ولایتونو تر ښارونو د پیل خبر ورکاوه، دلته د حکومت د ویاندویانو له داسې خبرو او دولتي چارواکو له  جنجالونو، مخالیفتونو، ګوندبازیو او شته بحرانه داسې څرګندېږي چې اوسنی حکومت شته فعالیتونه یوازې تر ښارونو محدود او د دوی په لاس کې دي.