چين د کېم جونګ اون د روغتيا لپاره د ډاکټرانو يوه ډله شمالي کوريا ته لېږلې 

روهي (نۍ/۶ د غوايي)، له تېرې اوونۍ د شمالي کوريا د مشر کېم جونګ اون د روغتيا په اړه خبرونه ورکول کيږي. د شمالي کوريا دولتي رسنۍ په دې اړه مالومات نه ورکوي، خو ويل شوي دي چې نوموړي د زړه عمليات کړي. 

سي اِن اِن په يو راپور کې ليکلي وو چې د کېم جونګ روغتيايي وضعيیت د اندېښنې وړ ده. او سمهال د چين حکومت د متخصصو ډاکټرانو يوه ډله شمالي کوريا ته د کېم د روغتيايي وضعيت د ارزونې په پار ورلېږلې ده. 

لوېدېځو رسنيو د کېم جونګ اون د روغتيا په اړه داسې راپورنه ورکړي وو چې ګواګي نوموړی نه شي کولی دولتي چارې وړاندې يوسي، خو سويلي کوريا ويلي دي چې داسې څه نه تر سترګو کيږي چې د کېم جونګ اون روغتيا د شمالي کوريا پر حکومتي چارو اغېز کړی وي.