جاويد فيصل: طالبانو امريکا سره د سولې تړون وروسته پر افغان ځواکونو ۲۰۸۴بریدونه کړی 

روهي (نۍ/۶ د غوايي)، د هېواد ملي امنيت شورا وياند جاويد فيصل رسنيو ته ويلي دي، چې د طالبانو او امريکايانو ترمنځ دوحه کې د سولې تړون وروسته، دغه ډلې پر افغان ځواکونو  ۲۰۸۴بریدونه کړي  دي. 

نوموړي نن ورځ کابل کې په يوې خبري ناستې کې ويلي دي چې د طالبانو له خوا په يادو  بریدونو کې ۷۸۹ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جاويد فيصل له خولې د امريکا غږ په راپور کې ليکل شوي دي، "د طالبانو او امریکا د سولې له توافقنامې را وروسته په ۵۱ ورځو کې طالبانو نیږدې ۵۵ حملې هره ورځ کړي. ۷۸۹ ملکي وګړو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. طالبانو ۲۸۰۴ حملې یا ترهګریز تحرکات لرلي. تیره اوونۍ پکې خونړۍ وه. په همدې موده کې ۲۷۳۷ طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده."

د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون وروسته څو ځلې د افغان حکومت او وسله ودال طالبانو ترمنځ د اوربند غوښتنې شوې دي، خو طالبانو اوربند رد کړی او د سولې شوي تړون په رېښتني پلي کېدو يې ټېنګار کړی.