د کابل امنيه قومندان پوليسو ته امر کړئ چې وسله وال غله او نورمجرمين د سرغړونې پر مهال په ډزو غلبيل کړئ 

روهي (نۍ/۶ د غوايي)، کابل امنيه قومندان مل پاسوال امان الله واحدي کابل پوليسو ته امر کړی چې وسله وال غله، انسان تښتونکي او نور مجرمين چې د پوليسو له لارښوونې سرغړونه وکړي په ډزو  وولئ. 

رسنيو د کابل امينه قومندانۍ له خوا نشر شوې خبرپاڼې په اساس ليکلي دي، چې پوليس، پر وسله والو غلو، انسانان تښتونکو، قاچاق کوونکو او نور ټولو هغه کسانو چې  غېر قانوني کړنې کوي او د ښار امنيت ګډوډي، د ډز حق لري. 

د يادونې ده چې کابل کې د قرنطين پر مهال په ځينو سيمو کې جنايي او د وسله والو غلاوو پېښې تر سره شوې چې د خلکو اندېښنې يې راپورته کړې.