سعودي عربستان د ديموکراسۍ پر لور: شاهي حکومت په  (دُرو وهل) لغوه کړل 

روهي (نۍ/۶ د غوايي)، د سعودي عربستان شاهي حکومت د  دُرو وهنې سزا لغوه اعلان کړې او په بديل کې مجرمينو ته د جبران کوونه او  زنداني کول ټاکلي دي. 

سعودي عربستان دا اقدام وروسته له هغې کړی دی چې د نړۍ ډېری هېوادونه او نړيوالې ادارې  په  دُرو وهل د انساني حقونو پر وړاندې عمل بولي او په دې اساس په تېر کې په سعودي عربستان ډېر نيوکې شوې دي. 

د  دُرو وهنې سزا د لغوه کېدو حکم پاچا عبدالعزيز بن سلمان ورکړی دی  او د سعودي عربستان وليعهد محمد بن سلمان تر څار لاندې به پيلی شي. 

بهر ته د خپلوان له اجازې پرته ښځو ته د سفر اجازه، ښځو ته د موټر چلولو اجازه، د لوبو ننداره، هوټلونو کې د ښځو او سړيو ترمنځ د پردې نه ساتلو اجازه او يو شمېر نورې هغه ازادۍ دی چې د سعودي عربستان شاهي حکومت له ۲۰۱۷ د خپل هېواد ښځينه وګړو ته ورکړې دي.