مولانا طارق جميل بښنه غوښتي او خپله خبره (پاکستانۍ رسنۍ دروغ وايي) بېرته واخېسته 

روهي (نۍ/۵ د غوايي)، پاکستان کې مشهور ديني عالم مولانا طارق جيمل تېره اوونۍ له يوې خصوصي رسنۍ سره په مرکې کې ويلي وو، چې د پاکستان رسنۍ د نړۍ د نورو رسنيو په ډول دروغ وايي او هغه څه چې حقيقت دی نه يې خپروي. 

طارق جميل دا هم ويلي وو چې ده پاکستان کې د يو خصوصي تلويزون مسوول هڅولی وو چې د خپلې رسنۍ له خوا د دروغو خبرونو خپرول بند کړي. 

د طارق جيمل دغه څرګندونو پاکستان کې پر ټولينزو رسنيو د خلکو غبرګونونه راپورته کړل او په ځانګړي ډول د پاکستان د رسنيو برخو مسوولينو له مولانا طارق جيمل سپيناوی وغوښت. 

د پاکستان حکومت او د ټولنيزو رسنيو فشارونه لامل شول چې مولانا طارق جيمل بښنه وغواړي. طارق جميل تېره ورځ وويل؛ دغه جمله (پاکستانۍ رسني دروغ وايي)، زما له خوا يوه تېروتنه وه چې  د رسنيو په اړه راڅخه وشوه.