په روژې کې  دبیوزلو لاسنیوی د روژتي مهمه خاصه ده

روژه په کال کې یومیاشت په ټولومسلمانانوفرض شوې ، چې داسلام له پنځوبناووڅخه درېيمه بنا ده، په دغه مبارکه میاشت کې په حضرت محمد (ص) قران عظیم الشان نازل شوی . قرآنکریم د ټول بشریت له پاره آسماني لارښود کتاب دی، چې په کې د امر او نهی احکام، پندونه عبرتونه، موعظې، حکمتونه او قصص ټول شامل دي . الله (ج) د بقرې په سوره کې فرمايلي دي:   اې دايمان خاوندانوپه تاسو روژه فرض کړل شوې ده لکه څنګه چې له تاسومخکې قومونو(يهودو اونصاراو) باندې فرض کړل شوې وه او دا د دې لپاره چې تاسې پرهيزګار اوسئ اودالله نه ووېرېږئ. 

 څنګه چې روژه بختوره میاشت ده، نو هرمسلمانانولپاره لازم ده، چې  دروژې په میاشت کې دبیوزلو سره  مرستې وکړي،ځکه  روژه دخیر رسولو او مرستوکولومیاشت ده، چې باید هر شتمن  بې وسو سره خوراکي اوغیرخوراکي توکومرستې وکړي.

په دې میاشت کي دیني عالمان وايې: یوه نیکي دنورو وختونوپه پرتله لسګونه برابره  ډيرثوابونه لري او دغه میاشت خلکوته دخیر رسولو او دځان لپاره دثواب ګټلو سترچانس دی.

په روژه کې نه یوازې  وګړي په مرستوکولو بسنه وکړي؛ بلکې هغه څه چې په دې مبارکه میاشت کې  ډیرثوابونه لري او یا هغه څه چې مسلمانانوته  داسلام له پلوه لازم شمیرل شوې ترسره کړي.
 اسلام موږ ته لارښوونې کوي؛ چې روژه د صبر او زغم مياشت ده، ځکه موږ مسلمانان  باید دغې مبارکې  میاشتې کې دحوصلې نه کار واخلو. چاه ته ناوړې اوبدې خبرې ونه کړو، دکنځلواو نورو ناروا خبرو څخه په کلکه توګه ځانونه  وژغورو.

 درسول الله (صلی الله عليه وسلم) حديث دی: که چيرې څوک تاسوته سختې اوسپورې خبرې وکړي، نوتاسو ورته ووايئ، چې زما روژه ده. 

په روژه کې عبادت د نورو مياشتو په پرتله زيات ثوابونه  لري، نو ناوړه چلند هم د نورو مياشتو پر تله زياته ګناوې  لري.  یانې  ښه کارونه  دنورو میاشتو په اندازه  ثوابونه يې  زیات وي او دبدو کارونو ترسره کول  سړی  دزیاتوګناهنو  په سیندکې لاهو کوي.

نو هرمسلمان  ته لازم ده، چې د روژ ې په مبارکه میاشت کې دخدای تعالی (ج) عبادتونه  دزړه له تله اداء کړي،  له  پوره ایماندارۍ او رښتونولۍ  خلکو سره ښه او نیک چلندوکړي، له  ناوړو اوبدوخبرو څخه ځانونه  وساتي، دحوصلي نه ډک واوسي اوله بیوزلو سره  مرستې ترسره او ويې نه سپموي.  

که چیرته موږ  له پورتنیو ټکوڅخه ګټه    پورته کړو، نوانشاالله دپوره ایمان درلودونکو او دبشپړه روژتیانو په قطار کې به وشمیرل شو.  

بیوزلوته خیر رسول، له نورو خلکو سره ښه اونیک چلند ترسره کول، په  دې میاشت کې له  زغم اوحوصلې څخه کار اخیستل او دالله تعالی عبادات  دزړه له خلوصه اداء کول  دیو ښه اوبا تقوا روژتي  ځانګیړنه ده، چې  خاص دالله تعالی رضا په کې نغښتي وي.