نړۍ کې په کرونا ويروس د اخته، مړو او رغېدلي کسانو وروستۍ شمېرې

روهي (نۍ/۶ د غوايي)، د جانز هاپکېنز پوهنتون د وروستيو شمېرو پر بنسټ نړۍ کې د کرونا ويروس د ککړو کسانو شمېر درې مېلېونه ته په نېږدې کېدو دی. د نن ورځې تر سهار ۲۷۹۹۸۶ کسان د نړۍ په ۱۸۵ هېوادونو کې په دې ويروس ککړ شوي دي. 

 جانز هاپکېنز پوهنتون همدا ډول په ټوله نړۍ کې له کرونا ويروس له امله  د مړه شوي کسانو شمېر ۱۹۵۹۲۰ او د رغېدلو شمېر يې ۷۸۱۳۸۲ تنه په ګوته کړي دي. 

امريکا کې د نړۍ بل هر هېواد په پرتله د مړو او ککړو  کسانو شمېر پورته دی. د تېرې ورځې تر ناوخته ۵۰۱۰۰ کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي او ۸۸۰ زره نور پرې ککړ شوي دي.