امريکا کې د کرونا ويروس د مړو شمېر له ۵۰ زره پورته شو 

روهي (نۍ/۶ د غوايي)، د امريکا متحد ايالت د نړۍ بل هر هېواد په پرتله ډېر د کرونا ويروس له امله ځپل شوی دی. امريکا کې د هغه کسانو شمېر چې کرونا ويروس يې ژوند اخېستي ۵۰ زره او ۵۰ سوه تنو ته نېږدې شوی دی.

 د جانز هاپکېنز پوهنتون د مالوماتو پر بنسټ، چې کرونا ويروس په امريکا کې متحدو ايالتو کې تر ۵۰ زره کسانو ژوند اخېستی چې  ۱۶۴۰۰ يې په نيويارک ښار کې دي. امريکا کې ۸۸۰ زره کسانو په کوېډ-۱۹ کړل پېژندل شوي. 

د کرونا ويروس له امله د ککړو کسانو او مړو د لوړو شمېرو پر اساس د امريکا متحد ايالت نړۍ کې ترټولو ډېر بحراني هېواد پېژندل شوی.