د روژه ماتي مسنونه طريقه

لومړى: د لمانځه مخکې په کجورو او اوبو روژه ماتول:
 د روژه ماتي مسنونه طريقه دا ده چې روژه دار په رطبو (يو ډول کجوري دي)که هغه نه وي  بيا به په کجورو روژه ماته کړي، کچېرته کجورې نه وي نو بيا دې په اوبو روژه ماته کړى او په ډوډۍ خوړلو دې پيل وکړى، په کجورو کې نبوي سنت دا دې چې تاق وخوړل شي مثلا: دري، پنځه، اوه...

حديث شريف کې راځي: "کان النبي صلي الله عليه وسلم: يفطر قبل أن يصلي على رطبات،  فإن لم تكن رطبات فتميرات، فإن لم تكن تميرات حسا حسوات من ماء".

ژباړه: نبي صلى الله عليه وسلم به مخكې لدې چې  لمونځ وکړي په څو دانو رطبو روژه ماتوله، که به رطب نه وو بيا به يې په څو دانو کجورو روژه ماتوله، که به کجورې نوې بيا به يې له اوبو څو ګوټه وکړل.

- إمام أبوداود(2356) أو إمام ترمذي (696) د أنس رضي الله عنه نه روايت كړي، إمام ألباني رحمه الله صحيح ګرځولى.

دويم: د روژه ماتى دعا ويل:
 بايد روژدار د روژه ماتى په وخت لاندې دعا ووايى:
 ځکه نبى صلى الله عليه وسلم چې به کله روژه ماته کړه نو دا دعا به يې وويله :" ذهب الضماء وابتلت العروق وثبت الاجر ان شاء الله". 
تنده لاړه، رګونه لامده شو او اجر ثابت شو إن شاء الله

-إمام أبوداود(2357)  د ابن عمر رضي الله عنه نه روايت كړي، إمام ألباني رحمه الله حسن ګرځولى دى.

درېيم: د روژه ماتي پر وخت يا مخکې دعا کول:
د روژې له ماتولو مخکې دعا کول يو له هغه وختونو دي چې دعا پکې قبليږې حديث کې راځي د دري خلکو دعا نه رد کېږي يو له هغې نه: " وَالصَّائِمُ حِينَ يُفْطِرُ ...". روژدار دى کله چې روژه ماتوي.

رواه الترمذي (2525) وصححه الألباني في صحيح الترمذي.
تقبل الله منا ومنكـــــــــــــــــــــــــــــــــــــم الصيام والقيام