برتانیا کرونا ویروس ضد واکسين جوړ او پايلې ته يې منتظر دي 

روهي (جمعه/۵ د غوايي)، د برتانیا ساينس پوهانو او روغتيا پالانو د تېرو درېيو مياشتو په ترڅ کې د کرونا ويروس يا کوېډ-۱۹ ضد واکسين جوړ او په يو شمېر کسانو يې په ازمېښتي ډول ازمويلی دی. 

روغتیا پالانو هیله ښوودلې ده چې واکسين به يې مثبته پايله ورکړي. جوړ شوی واکسين د  برتانیا په اکسفورډ ښار کې په سلګونه کسانو په دواطلب ډول امتحان شوی دی، خو تر اوسه يې پايله نه ده څرګنده شوې. 

امريکا، برتانیا، چين، روسيه، جرمني او دنړۍ نورو پرمختللو هېوادونو د کرونا ويروس په خپرېدو سره د واکسين او درملو جوړولو هڅې پيلې کړې دي، واکسينونه يې ازمويلي او اوس مهال يې پايلې ته منتظر دي.