د پاکستان پوځ: هندوستان د  (زعفراني ترهګرۍ) د پياوړتيا هڅې کوي 

روهي (جمعه/۵ د غوايي)، د پاکستان د پوځ وياند او د اړيکو مسوول جنرال بابر افتخار د هندوستان پوځ تورن کړی دی چې تر اوسه يې د پاکستان سره په ګډه پوله يې ۸۵۰ د تاوتريخوالي  هڅې او کړنې تر سره کړې دي. 

د پوځ وياند ويلي دي چې د هندوستان پوځ يې تر شا لاس لري او په عمدي ‌ډول سره ځيني هندو سخت دريځه او بنسټپاله د پاکستان او هند کې د شته مسلمانانو پر وړاندې هڅوي. 

د پاکستان پوځ د هندوستان پوځ تورن کړی دی چې واکمنه اداره په سيمه او هندوستان کې د هندوانو د سلطې او زعفراني ترهګرۍ د خپورولو هڅې پيل کړې دي. 

هندوستان کې له تېرو څو مياشتې ټولنيز او امنيتي وضعيت د اندېښنې وړ ګرځېدلی دی. د هندوانو او مسلمانانو ترمنځ د نفرت او کرکې زياتېدل هغه څه دي چې هند يې تر شا د پاکستان لاس يادوي. 

*زعفراني ترهګري: هندوستان کې د هندو مذهب مشران او ديني کسان له تيز ژېړ يا زعفراني لباس څخه ګټه اخلي او زعفراني يا ژيړ رنګ په مذهبي مراسمو کې ډېر کارول کيږي. نو په دې اساس د هندوانو د تاوتريخوالي او زور - زياتي کړنو ته د زعفراني ترهګرۍ کلمه کارول کيږي.