د کرونا ويروس په اړه د هېواد عامې روغيتا وزارت اندېښنه 

روهي (جمعه/۵  غوايي)، تېرو ۲۴ ساعتونو کې افغانستان کې ۹۵ مثبتې پېښې د هېواد په ۱۲ ولايتونو کې ثبت شوې دي. کندهار، کابل، تخار، ننګرهار، پنجشیر او هرات هغه ولايتونه دي چې په تېرو ۲۴ کې د نورو ولايتونو په پرتله ډېرې مثبتې پېښې په کې ثبت شوې  دي. 

د نوې ۹۵ پېښو په ثبت سره ټول افغانستان کې د کرونا ويروس د ککړو کسانو شمېر ۱۳۳۰ ته ورسېد او همدا ډول ۴۲ کسان دغه ويروس وژلي او ۱۸۰ نور له درملنې وروسته جوړ شوي دي. 

هېواد کې هره ورځ د تازه پېښو ثبتېدو عامې روغتيا وزارت اندېښمن کړی دی او په افغانستان کې د کوېډ-۱۹ خپرېدل په صعودي يیا پورته تګ په حالت کې دي. 

د عامې روغتيا وزارت مسوولين وايي چې  اوس وخت کې له تېرې ورځې  راتلونکې ورځې کې د پېښو شمېر ډېريږي، او که دا وضعیت همداسې دوام وکړي نو بد بحران به ترې جوړ شي. 

د هېواد عامې روغتيا وزارت له خلکو غواړي، چې له دغه ويروس د مخنيوي يوازېنۍ او غوره لار په کورونو کې پاتې کېدل او قرنطين دی.