د تراويحو لمانځه لنډ احکام

لومړى: پېژندنه:
 د تراويحو لمونځ نفلي لمونځ دى چې مسلمانان يې د رمضان مياشتې په شپو  کې اداء کوي.

دويم: تراويحو د لمانځه وخت:
وخت يې ماخوستن د لمانځه وروسته پلېږي او  تر سحر (سبا) د راختلو پورې دوام کوي. 

درېيم: تراويحو د لمانځه نومونه: 
د تروايحو لمانځه ته قيام الليل او د تهجدو لمونځ هم وايي:
ابن باﺯ رحمه الله وايي: د خلکو په وړاندې اوس پېژندل شوي دا ده چې د شپې اولې حصې لمونځ ته تروايح او اخرې حصې لمونځ ته قيام الليل او تهجد وايي.

 څلورم: په تروايحو د نومولو لامل:
 د تروايحو په لمانځه د نومولو لامل  دا و چې خلکو به دقيام الليل لمونځ اوږدولو نو اړ شو چې د هر دو او څلورو رکعتونو وروسته استراحت وکړي،   نو له دې امله د تروايحو په لمونځ ونومول شو.

په لسان العرب کې راځي: تراويح د ترويحة جمع ده معنى يې راحت دى، پدې نوم ځکه نومول شوي چې د هر دو سلامونو(څلورو رکعتونو) وروسته به يې استراحت کولو.

پنځم: د مشروعيت دليل يې:
نبي صلى الله عليه وسلم  د رمضان څو شپې خپلو صحابوو ته په جماعت سره د قيام الليل لمونځ ورکړ، کله چې وليدل چې په جومات کې خلک راټول او شمېر يې ﺯيات شو نو په جمعې يې د لمونځ کول پرېښودل او ورته يې وويل:" ﺯه ووېريدم چې په تاسو فرض نشي". متفق عليه
عمر رضي الله عنه د خپل خلافت په وخت کې بيا ځلې دا لمونځ پيل او مسلمانان يې پرې راټول کړل.
له هغې ورځې تر ننه يو پېژندل شوي او کيدونکي سنت دي.

شپږم: تراويحو د لمونځ اجر او ثواب:
پدې مبارکه میاشت کې یو له غوره عملونو څخه د تراویحو او تهجدو لمونځ کول دي: په صحیحینو کې راځي رسول الله صلی الله علیه وسلم، فرمایي:"څوک چې رمضان د میاشتې تراویح او د شپې لمونځ د ایمان له مخې د ثواب په نیت وکړي، نو مخکنې ګناهونه به ورته وبښل شي".

اووم: امام سره د تراوحو د کولو ثواب:
نبي صلى الله عليه وسلم فرمايي:" کله چې يو سړى د امام سره د تراويحو لمونځ وکړي تردې چې امام راستون شي، نو د ده لپاره به د ټولې شپې د لمونځ کولو(قيام الليل) ثواب وليکل شي".

اتم:  د تراويحو لمونځ په جماعت او ځانله کول:
د تراويحو لمونځ کول ځانله هم روا دي او په جماعت سره هم روا دي خو په جماعت سره يې کول غوره او افضل دي تردې که په جمعه کې ورسره بل يو نارينه يا ښځينه ول نوي،

ښځې ته روا دې چې ځانله د تروايحو لمونځ وکړي او يا هم نورو ښځو ته امامت ورکړي، په تراويحو کې او له تراويحو  پرته د ښځې لپاره روا ندې چې سړيو ته امامت ورکړي.

نهم: د تراويحو لمانځه درکعتونو شمېر:
د تروايحو لمانځه د رکعتونو په شمېر کې وسعت او پراخي ده، خو بايد لمونځ سموالي او څرنګوالي ته پام وشي. شيخ الإسلام ابن تيمية رحمه الله  د ديارلسو او شلو ركعتونو د ذكر كولو وروسته وايي:  دا ټول سم دي لکه څرنګه چې د امام احمد رحمه الله وينا ده، رکعتونو د ټاکلي شمېر تعين شته ځکه نبي صلى الله عليه وسلم معين عدد نه دى ټاکلي.

روژدار کولاى شي چې هر څو رکعته تروايح وکړي، خو دوه دوه رکعته به کوي، د لمونځ کفيت او سموالي ته به پاملرنه کوي نبي صلي الله عليه وسلم فرمايي: د شپې لمونځ دوه دوه رکعته دى" متفق عليه

 شيخ ابن باﺯ رحمه الله وايي: غوره دا ده چې يوولس رکعته(اته رکعته تراويح+ دري رکعته وتر) وکړي، ديارلس رکعته(اته رکعته تراويح+ پنځه رکعته وتر) کول هم سنت دي، که څوک دېرويشت رکعته(شل رکعته تراويح+ دري رکعته وتر) وکړي نو پروا نه کوي لکه څرنګه چې د عمر رضي الله عنه کړنه ده.

لسم: په تراويحو کې د قراءت مقدار:
د تراويح په لمونځ کې د قراءت ټاکلي مقدار نشته، که څوک يو مخ وايي، نيم مخ وايي، ﺯيات وايي يا کم وايي ټول سم دي، هر څوک د خپل توان، رغبت کوښښ او د ورسره لمونځ کوونکو ته په کتو  تلاوت کولاى شي.

خو پدې کې شک نشته چې څوک دثواب په نيت تلاوت، رکوع او سجده اوږده وي نو دا غوره او سنت ته نېږدي  عمل دي.

يوولسم: ايا د امام لپاره مستحب دي چې په تراويحو کې د قران کريم ختم وکړي؟
امام ابن باز رحمه الله وايي: ﺯه داسې دليل نه پېژنم چې قران د ختمولو په افضليت دلالت وکړي، خو علماٶ ويلي دي: د امام لپاره مستحب ده چې  په تراويحو کې د قران کريم ختم وکړي ترڅو مقتديانو ته ټول قران د اوريدو ثواب حاصل شي، بل ځاى وايي: د ټول قران ختمول ښه عمل دى.

دولسم: ايا امام په تراويحو کې د قران کريم  څخه تلاوت کولاى شي؟
د امام لپاره روا ده چې په تروايحو کې قران خلاص کړي او تلاوت ترې وکړي 
ابن باﺯ رحمه الله وايي: سمه دا ده چې کله امام د قران حافظ نه وي او يا يې حفظ کمزورى وي نو مشکل نشته چې د قران کريم څخه تلاوت وکړي،  عائشې رضي الله عنها به د ﺫکوان تر شاه د شپې لمونځ کولو او هغه به د قران نه تلاوت کولو.

ديارلسم: د وترو نه وروسته دعا ويل:
د وترو نه وروسته (سبحان الملك القدوس) ويل سنت دي، دري ځل به يې وايي او په دريم ځل به پرې اواﺯ لوړوي.
د (رب الملائکة والروح) کلمات ويل د نبي صلي الله نه نه دي ثابت.

څوارلسم: په وترو کې به کوم سورتونه وايي؟
كه يو څوک د تراويحو لمونځ هر څو رکعته وکړي حخو د وترو په وروستيو دري رکعتونو کې د (سبح اسم ربك الأعلى ) (قل يأيها الكافرون ) او( قل هو الله أحد ) سورتونه ويل مستحب دي.

پنځلسم: د وترو کولو وروسته نور نفلي لمونځ کول:
که څوک د تراويحو او وترو لمونځ وکړي او بيا د شپې په منځ او  يا وروستۍ برخه کې د لمونځ کولو اراده وکړي، نو کولاى شي چې هر څو رکعتونه وکړي، خو دوه دوه رکعته به کوي، او په اخر کې به وتر نه کوي ځکه چې د شپې په اول کې کړي دي، نبي صلى الله عليه وسلم فرمايي: په يوه شپې کې دوه ځل د وتر کول نشته".
د امام ابن باﺯ رحمه الله د فتواګانو لنډيز