د تاجکستان ولسمشر د خپل هېواد بزګرانو ته: سږ کال روژې مه نیسئ، بل مناسب وخت کې به يې ونیسئ

روهي (جمعه/۵ د غوايي)، د تاجکستاني رسنيو د مالوماتو پر اساس د دغه هېواد ولسمشر امام علی رحمان د خپل هېواد بزګرانو ته ويلي دي چې سږ کال روژې مه نیسئ، بل مناسب وخت کې به يې ونیسئ.

نوموړي دغه غوښتنه  د کرونا ويروس د خپرېدو پر اساس کړې ده. دغه هېواد کې د کرونا ويروس کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې، خو ولسمشر امام علي رحمان د خپل هېواد بزګرانو ته ويلي دي چې کروندوکې کار وکړي تر څو هېواد د خوراکي توکو کمښت سره مخ نه شي. 

د تاجکستان ولسمشر امام علی رحمان ويلي دي چې نړۍ کې د کرونا ويروس پر اساس نړۍ کې راکړه ورکړه بند شوې، او تاجکستان بايد د خوراکي کافي ذخيرې ولري. 

تاجکستان چې ډېری وګړي مسلمانان دي، د حکومت دا ډول سپارښتنې په کې نوې نه دي. له دې وړاندې هم په جوماتونو کې په جماعت لمونځ، جمعې لمونځ او يو شمېر نورو اسلامي اصول حکومت محدوديتونه وضع کړي وو.