په يوه سيمه ييزه لهجه کې وايي: پلانی (پلانکی) ډير کلک سړی دی. ما به د ځانه سره ويل چې د انسانانو بيولوژيکي جوړښت خو ورته او يو شان دی، نو بيا په دوی کې يې دا کلک څه ډول وي. خو اوس چې جمهور ريس محمد اشرف غني او په نوموړي د کورنيو مخالفانو، ګاونډيانو، ختيځ- لويدځ په تيره کرونا ويروس فشار، ګواښونه او ننګونې ګورم، نو د ځانه سره وايم ، هماغه چې وايي کلک سړی همدا سپين ږيری محمد اشرف غني او شوخ دی چې نه ويلي کيږي.
بهرنی متل دی وايي: که تبر شوې واهه يې او که سندان شوې زغمه يې. سندان او زغمل نور تور وي که سپين.
هو! هرو- مرو به مو د هيواد تاريخ پاڼې اړولي وي. د ده شاوخوا حاکمې او وريځې نيولې فضا ته په کتو بې اختياره د امير شير علي خان هغه انځور چې د لويې لوبې پر مهال د يږې او پړانګ په منځ کې خورد- خمير شوی ښکاري را ياد شي.
يا هم هغه امان الله خان چې د له منځه وړو په موخه يې په زرګونو اجنټان د روحاني ، ملا، موچي، ښوونکي، بزګر، کسبګر... په جامه کې پسې راوليږل. د ميرمنې عکسونه يې منتاژ شول او د ولسونو د وروسته پاتې والي نه په ناوړه ګټې اخيستو يې موخې ترلاسه کړې.
ای ويده او هفته پام ولسه!
ايا لومړۍ او دويمه سقاوي مو له ياده وتلې چې اوس د درېيپمې د عملي کيدو او تطبيق بهير په ننداره ياست؟
اوس نو ولې اشرف غني؟
که د لويو پروژو، د اوبو لويو او وړو بندونو، هوايي دهليزونو، سوداګريزو بندرونو پرانستلو له يادولو تير شو، يوازې دوو مهو مسالو ته اشاره وکړو.
لومړۍ - په يو شمير ولايتونو کې د جلغوزيو او چهارمغزو ځنګلونو د کينولو پروژو تطبيق چې په پايله کې ورته قوريې جوړې، تخمونه په فني ډول کرل شوي دي. په ميليونو نيالګي روزل کيږي او بيا به ځنګلونه ترې جوړيږي. دا کار ښايي (۱۸-۲۰) کاله وروسته حاصل ورکړي.
دويم - د ملکيتونو د تثبيت په جديت سره د کار دوام، چې په بشپړ تطبيق سره به يې ټول خلک د خپلو ملکيتونو سندونه لاس ته راوړي. د غاصبينو سره به حساب- کتاب وشي. ماليې به منظمې شي. د ملکيتونو په سر شته ستونزې او لانجې به ختمې شي او عايدات به لوړ شي.
اوس نو که دې سړي د وطن سره ليونۍ مينه نه درلودلای د نورو په څير به يې ويلي وای چې زما دوره په کې تيريږي نور اضافي غم څله خورې. برخلاف همدومره اوږد مهالي چارې د هيواد سره د نوموړي د بې ساري مينې ښکارندويي کوي. په مقابل کې يې سيالانو ته ځير شئ چې کورنۍ يې په بهر کې او خپله د بکس سره راغلي چې ډک يې کړي او والوزي. که هم نظره نه ياست نو لږ تر لږه يو- دوه د همدغه سياسيونو څخه چې پانګې يې د نننه او بهر نه ځاييږي را په ګوته کړئ چې د وطن په ګټه يې ان د زرو ډالرو پروژه طرح، ډيزاين او عملي کړي وي.
کله چې داسې ده نو لا ناوخته نه دی راځئ د هغه چا ملا وتړو چې وطن په ګران دی. ملي مسالو او ملي ګټو ته وفادار، په هيواد او هيوادوالو د زړه له تله درديږي.
هو! خوشحال خټک په ځای ويلي:
زه يې چا لره وهم قدر يې چا زده
په اور يې وسيزې دا تورې قلمونه
وروستي