احمد ضيا مسعود: اشرف غني منتخب ولسمشر نه دی؛ ټاکنو پايلې دې لغوه، ګډ حکومت او اجرایې صدارت دې رامنځ ته شي 

روهي (جمعه/۵ د غوايي)، ارګ سره د سياسي هوکړې او کړکېچ د پای په پار د صلاح الدين رباني په مشرۍ د اسلام  جمعيت ګوند دننه درز او د نظر اختلاف را پيدا شوی دی. د مصالحې  عالي شورا مشري يوې خوا او اجرایې صدارت بلې خوا؛ هغه دوه دريځونه دي چې  د جمعيت ګوند مشران يې سره ويشلي. 

د عبدالله عبدالله په شمول محمد محقق، انورالحق احدي، جنرال دوستم او ځيني نور د مصالحې عالي شورا مشرۍ او حکومت کې ۵۰ سلنه ونډې سره هوکړه لري، خو احمد ضيا مسعود او صلاح الدين رباني بيا د ټاکنو پايلو په لغوه کېدو، ګډ حکومت او اجرایې صدارت په رامنځ ته کېدو ټېنګار کوي. 

احمد ضيا مسعود په دې اړه بي بي سي ته ويلي دي، "د افغانستان اسلامي جمعيت ګوند د سياسي جوړښت د بدلون، د ټاکنو د پايلو باطلېدو او د عادلانه سياسي مشارکت غوښتونکى دى. موږ باوري يو چې سياسي جوړښت د بدلون لپاره د لويې جرګې تر جوړېدو د صدارت اجرايي مقام دې رامنځته شي.

د ټاکنو پایلې باطلې اعلان شي او دواړو خواوو ته دې پنځوس- پنځوس سلنه برخه ورسېږي او د سياسي تفاهم پر بنسټ دې يو مشارکتي حکومت جوړ شي. جمعيت ګوند د مصالحې عالي شورا مشرتابه ته لېوالتيا نه لري. په اوسني وخت کې د سولې شورا مشر د ثبات او همپالنې د ټيم غړى دى. که د ثبات او همپالنې ډلې مشرتابه د مصالحې عالي شورا ومني، جمعيت يې ملاتړ نه کوي."

په ورته وخت کې ولسمشرۍ ماڼۍ د سياسي کړکېچ حل ته ژمنه ده خو ولسمشر غني په ټېنګار ويلي دي چې د اساسي قانون تر پښو لاندې کول او دوه سره حکومت جوړول ورته د منلو وړ نه دي.