عبدالله عبدالله ډله: ولسمشرۍ ماڼۍ سره زمونږ د هوکړې  ضمانت به د نړۍ ځيني هېوادونه کوي 

روهي (جمعه/۵ د غوايي)، د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټيم يو وياند فریدون خوځون رسنيو ته ويلي دي چې د سياسي کړکېچ د پای په پار د دوی طرحه وروستۍ شوې ده او په ښيي نن ورځ يې ولسمشرۍ ماڼۍ ته وسپاري. 

فريدون خوځون طلوع نيوز ته ويلي دي، چې په دې طرحه کې د عبدالله  عبدالله رول اجرائيوي دی او دی به د سياسي واک شريک وي. د مصالحې عالي شورا مشري، کابينه کې ۵۰ سلنه برخه او د هغه ولايتونو واليانو او امنيه قومندانانو ټاکل چې د عبدالله عبدالله ټيم ډېرې رايې په کې اخېستې دي، د دغه طرحې مهم مسايل دي. 

د عبدالله عبدالله ټيم وايي چې دوی به دغه طرحه ولسمشرۍ ماڼۍ ته وسپاري؛ ضمانت او څار يې يې بايد د هېواد يو شمېر سياسي څېرې  او د نړۍ هغه هېوادونه چې د افغانستان په سياسي او امنيتي وضعيت کې دننه او شامل دي، په غاړه واخلي. 

ويل کيږي چې دغه طرحه به د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي  او جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف په منځګړېتوب ولسمشرۍ ته وسپارل شي.