د برتانیا اکسفورډ پوهنتون کې د کورونا وېروس ضد واکسین اول ځل انسان ته وشو

روهي(جمعه/۵ د غویي)، د برتانیا اکسفورډ پوهنتون کې د کورونا وېروس ضد واکسین اول ځل انسان ته وشو.دا واکسین د اتو سوو ګومارل شویو کسانو له ډلې دوو داوطلبو ته شوی دی. د اکسفورډ پوهنتون یوې ډلې دا واکسین په دریو میاشتو کې جوړ کړی دی او مشري یې هم په جینر انستیتیوت کې د واکسینپوهنې پوهاندې سارا ګیلبرټ کوله.
 
 
نیمايي به د کورونا واکسین وکړي او پاتې نورو ته به د کنټرول واکسین وشي چې له مننجیټ د خوندیتوب لپاره دی، نه د کورونا وېروس.داوطلب کسان به نه پوهېږي، چې دوی ته کوم واکسین کېږي.پوهاندې ګیلبرټ مخکې هم ویلي و چې د واکسین په کارندوالي اتیا سلنه باوري ده، خو اوس په دې هکله خپله فیصدي نه ښيي، بس دومره وايي چې دې چانس ته "ډېره هیله منه ده.
 
د اکسفورډ دې ډلې له دې مخکې هم د مرس ضد واکسین جوړ کړی و، چې دا هم د کورونا یو ډول دی او اوسني واکسین کې یې هم ورته تګلار کارولې ده، چې پخوا یې نتیجه ور کړې ده.اکسفورډ پوهنتون په افریقا په تېره کینیا کې هم د دې واکسین ازمویلو غور کوي چې د وېروس لېږد پکې کم دی.راتلونکو میاشتو کې به هغه کسان پوره څارل کېږي چې دا واکسین یې په داوطلب ډول کړی دی.دوی ته دا هم ویل شوي چې ځینې یې ښايي د واکسین لومړنیو دوو ورځو کې د لاسونو درد، سردرد یا هم تبه ولری.