امریکا کې د جوماتونه وټړل به په روژې میاشت کې هم دوام ولري

روهي(جمعه/۵ د غویي)، د امریکا د ویرجینیا ایالت په سپرنګ فیلډ سیمه کې د مدینې جومات امام جمال کاکړ  وویل چې د دیني مراکزو تړل کیدل د دین خلاف کار نه دی، بلکې د ځان او ټولنې ساتل فرض دي. دیني عالمان وايي که څه هم خوښ نه دي، خو د ټولنې د حفاظت لپاره خلک باید طبي لارښوونې په پام کې ونیسي.
 
ولسمشر ټرمپ وايي له دغه بندیز څخه وروسته اوس به وکتل شي چې امریکایي چارواکي د رمضان په اړه څه پریکړه کوي.ولسمشر ټرمپ وايي: "راځئ وګورو چارواکي به د رمضان په جریان کې هم په جوماتونو کې ټولنیز واټن پلي کړي، کوم چې د ایستر په وخت کې په کلیسا ګانو کې پلي شوی وو. "د امریکا د اسلامي اړیکو شورا د ټرمپ پر څرګندونو غبرګون ښودلی دی.امریکا کې څه باندې ۲۱۰۰ جوماتونه به د کروناویروس د خپریدو مخنیوي په موخه په روژه کې هم تړلي وي.
 
په امریکا کې د ایستر په نوم د عیسویانو او د پاسوور په نوم د یهودانو مذهبي ورځې هم د کرونا له کبله خلکو په کور کې ولمانځلې.