مایک پمپیو: امریکا له دغه هیواد غوښتي چې د وحشي ژویو د خرڅلاو بازار د تل لپاره وتړي

روهي(جمعه/۵ د غویي)، د رویترز آژانس د رپوټ له مخې مایک پمپیو، د وحشي حیواناتو د بازار او ددې حیواناتو څخه د ساري ناروغیو منشا ته په اشارې وویل چې امریکا له دغه هیواد غوښتي چې د وحشي ژویو د خرڅلاو بازار د تل لپاره وتړي. له دې دمخه هم د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، د چین د کمونست ګوند د بهرني سیاست د مسوول سره په خبرو کې د کووید۱۹ په وړاندې د هغه هیواد د مقابلې د بشپړ شفافیت غوښتنه کړې وه.
 
د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې بیجینګ د کروناویروس د خپریدو په اړه په وخت سره نړۍ خبره نکړه او زیاته یې کړه چې: هغوی د نړیوالې روغتیا قوانین تر پښو لاندې کړل او تر یوې میاشتې پورې یې د یو انسان نه بل انسان ته ددې ویروس د انتقال په اړه رپوټ ورنکړ، تر څو چې د چین په ټولو ولایتونو کې دغه ناروغي خپره شوه.
 
ښاغلي پمپیو زیاته کړه: چین د ویروس نوې ازموینې درولې دي. همداشان موجودې نمونې یې له منځه وړي دي او هغه یې د نړۍ له هیوادونو سره نه دي شریکې کړي چې ددغې ناروغۍ د پرمختګ د مخنیوي چارې غیر ممکن شي.