د کابل ښاروال داود سلطانزوی: دوی هڅې پیل کړي چې د احتکار مخه ونیسي

روهي(جمعه/۵ د عویي)، په کابل کې د خوراکي توکو د بیو لوړیدو په اړه د کابل ښاروال وايي چې دوی هڅې پیل کړي چې د احتکار مخه ونیسي او د توکو څخه د بې ځایه ګټې اخیستو مخنیوی وکړي.
 
ښاغلي سلطانزوی امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې دوی تر اوسه هیڅ مالي مرسته نده ترلاسه کړې چې کرونا سره د مبارزې په برخه کې یې ولګوي، خو په وینا یې چې په کرونا ویروس د اخته کسانو لپاره د تجرید ۱۰ زره بستریز مرکزونه جوړیږي.
 
د افغانستان د عامې روغتیا وزیر ښاغلي فیروز الدین فیروز د پنجشنبې په ورځ په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل، چین له دې وزارت سره د کورونا وېروس پر ضد د ۷،۲ ټنه توکو نوې مرسته وکړه. د چین له خوا د مرستو په دې جوپه کې ، کیټونه، ماسکونه، محافظتي کیټونه، د ځان ساتنې عینکې، د تبې معلومولو الې، د ونټلاټور الې، د اکسیجن الې او د پي سي ار الې شاملې دي.