ټرمپ له عمران خان سره د افغانستان او کورونا ویروس په اړه غږیدلی دي

روهي(پنځه نۍ/۴ د وري)، سپینې ماڼۍ او د پاکستان د صدراعظم دفتر ویلي دي چې د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ او د پاکستان صدراعظم عمران خان  په تیلیفوني مکالمه کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پر هڅو او همداشان د کروناویروس د وبا د مخنیوي پر لارو چارو خبرې کړې دي.
 
په واشنګټن کې د پاکستان سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه تیلفوني خبرې وروسته له هغه شوي دي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تیره اونۍ په دوحه کې د طالبانو له استازو او ورپسې په اسلام آباد کې د پاکستاني مقاماتو سره خبرې وکړې. امریکا او طالبانو د روان کال د فبرورۍ په ۲۹ د قطر په مرکز دوحه کې د سولې تړون لاس لیک کړ چې په کې په تدریجي توګه له افغانستانه د امریکایي پوځیانو وتل، په افغانستان کې د تاوتریخوالي راکمول او د تیر مارچ په ۱۰ د بین الافغاني خبرو د پیل موضوعګانې شاملې وې.
د رویترز اژانس وایي د افغانستان د سولې د موضوع په هکله چې تر اوسه یې لږ پر مختګ کړی دی د امریکا او پاکستان د مشرانو د تیلیفوني خبرو نور جزییات ندي په ډاګه شوي.