روهي(پنځه نۍ/۴ د وري)، د روغتیا نړیوال سازمان دا خبرداری په داسې حال کې ورکوي چې په ټوله نړۍ کې د کورونا وېروس مثبتو پېښو شمېر ۲ اعشاریه ۶ میلیونو کسانو ته نږې شوی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان مشر خبرداری ورکړی چې که څه هم په لویدیځه اروپا کې د کورونا وېروس مثبتې پېښې په کمېدو ښکاري، خو په افریقا، مرکزي او سویلي امریکا او ختیځه اروپا کې وضعیت خرابېدو خوا ته روان دی.ډاکټر ټېډروس اډانوم ګیبریسس چارشنبه یوې خبري غونډې ته وویل، خلک باید په دې پوه شي چې دا وېروس به تر ډېره راسره وي، او دې برخه کې ډېر کار پاتې دی.
نوموړي وویل، د نړۍ لر او بر کې خلک په کور له کېناستو تنګ شوي دي، خو په دې وخت کې نرمي او ناغېړي کول به یوه لویه تېروتنه وي.ډاکټر ټېډروس وویل، نړۍ پخواني حالت ته نشي ستنېدلی، او خلک باید له یوه نوي نورمال حالت سره ځان بلد کړي، داسې یو حالت چې نړۍ پکې له روغتیا برخمنه وي، خوندي وي او دې ډول وضعیت ته لا ښه چمتو وي.
وروستي